د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسمشر د جاپاني پاچا تاج پوشۍ ته ولاړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

د ارګ د یوې اعلامیې له مخې افغان ولسشمر اشرف غني د اکتوبر پر ۲۱مه تر غرمې وروسته د جاپان پلازمینې ټوکیو ته ورسېد او ټاکل شوې د اکتوبر پر ۲۲مه د جاپان نوي پاچا د تاج پرسرولو مراسمو کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې د ولسمشر غني او جاپانيو چارواکو ترمنځ خبري به پر کومو مسایلو راڅرخي.

جاپان په تېرو ۱۸ کلونو کې څه باندې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده.

ټوکیو دغه راز په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ز کال کې له افغانستان سره د مرستو د دوو لویو نړیوالو غونډو کوربتوب کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG