د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرو زرو په کان کې ۱۵کانکیندونکي وژل شوي: روس


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د روسیې بیړنیو چارو وزارت وايي، په کراسنویارسک کرایې سیمه کې د سرو زرو په کان کې د بند ماتېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵کانکیندونکي وژل شوي دي.

انټرفاکس خبري اژانس د ځايي چارواکو په حواله ویلي، دا بند د اکتوبر پر ۱۹مه د تیزو بارانونو په نتیجه کې مات شو او اوبو یې د ګڼو مزدورانو د استوګنې ځایونه هم له ځان سره وړي دي.

د روس د پلټنو ادارې په یو بیان کې ویلي، د سرو زرو په کان کې د خوندیتوب اصولونو له سرغړونې خلاف یې پلټنې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG