د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېل وړونکو کښتیو ساتنې لپاره له امریکا سره همکاري کوو: جاپان


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

جاپان وايي، دوی به د امريکا په مشرۍ هغه اتلاف کې شامل نه شي چې هدف يې په منځني ختيځ کې په مهمو تجارتي لارو د بحري جازونو تحفظ کول دي.

البته دوی وايي، جاپان ته په خوندي توګه د تېلو انتقال د يقني کولو لپاره به خپلې بېړۍ ورولېږي.

د جاپان د کابينې چېف سکټري يوشيهيدي سوګا د اکتوبر پر۱۸مه وويل چې ټوکيو به اوس هم له نېږدې امريکا سره په هغو هلو ځلو کې همکاري کوي چې هدف يې په داسې وخت کې د تېلو ټانکرې خوندي کول دي چې په ټاکرو يوشمېر بريدونه شوي.

غرب او د دوی عربي اتحاديان د دې حملو تور په ايران لګوي.

نوموړي يو خبري غونډې ته وويل چې په منځني ختيځ کې امن او ثبات د جاپان په ګډون نړيوالې ټولنې لپاره ډېر زيات ضروري دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خليج فارس کې د بحري جازونو د خونديتوب لپاره يو کمپاين پېل کړی چې ورته د اسټرېليا، برتانيا او نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG