د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په اروپایي ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د غړیتوب بحث ګونګ دی

د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د خپلې سرمشريزې لومړۍ ورځ په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د شمولیت په اړه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسوله.

فرانسه او دوه نور هېوادونه وايي، د بالکان د لوېدیځ هېوادونه لا په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لازم چمتووالی نه لري.

د فنلنډ صدراعظم انټي رینې نن سهار وویل، پایلې ته نه یوو رسېدلي او هيله مند یوو چې پر يوه توافق د سلا کېدو امکان وي.

د اروپايي ټولنې د مشرانو د خبرو د دوهمې او وروستۍ ورځې په درشل کې په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا پر غړیتوب بحثونه لا هم ګونګ ښکاري.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

امریکا وايي د ایراني ولس ملاتړ کوي

په اصفهان کې هم خلکو مظاهرې کړي دي.

په ايران کې د مظاهرو پر مهال د يو تن تر وژل کېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دوی به د ايران د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

مايک پامپيو د نومبر پر۱۶مه، په ټويټر کې ليکلي، دوي يو نيم کاله مخکې ويلي ول چې امريکا د ايراني ولس تر څنګ ولاړه ده.

په ایران کې د پټرولو د نرخ د لوړېدو پرضد پرون ( د نومبر ۱۶مه) په دويمه ورځ هم مظاهرې وشوې چې یو تن په کې وژل شوی دی.

په نړۍ کې انټرنيټ ته د لاس رسي څارونکې ادارې (نيټ بلاکس) ویلي چې په ايران کې انټرنيټ بند دی.

امريکا د ایران دا ګام غندلي دی.

د امريکا له لوري د ايراني ولس د ملاتړ خبره په داسې وخت کې شوې چې د ايران د کورنيو چارو وزير سرکاري تلویزون ته ويلي چې د حکومت ضد مظاهرو قابو کولو لپاره يې امنيتي ځواکونه ليږلي دي.

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې، د حکومت له هغې پرېکړې وروسته خلکو پر مظاهرو لاس پورې کړی چې ویې وویل، د خلکو لخوا د تېلو د اخیستو لپاره به یوه پیمانه ټاکي او په سملاسي ډول یې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي.

حکومت وايي، د امریکايي بندیزونو له وجې د پیدا شوي اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره یې د تیلو د اخیستو پر مهال خلکو ته معین سهم ټاکلی.

لسګونه داعش وسله والو ځانونه د ننګرهار چارواکو ته وسپارل

د ارشیف انځور

جلال اباد ـ د افغانستان په ننګرهار ولايت کې ۷۲ داعش وسله وال د خپلو کورنیو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شوي دي.

له دغو وسله والو سره د هغوی مېرمنې او ماشومان هم ملګري دي چې شمېره یې ۱۷۲ ته رسېږي.

د ننګرهار د والي له دفتره په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې دا تسلیمۍ د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې له يوې اوونۍ راهيسې سلګونه داعش وسله وال له ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

لاهور های کورټ نواز شریف ته د علاج لپاره د بهر تلو اجازه ورکړه

نواز شریف

لاهور هايي کورټ نن [د نومبر پر ۱۶مه] پخپله فیصله کې د پخواني وزیراعظم نواز شریف نوم د ممنوع الخروج لیسټ نه د لرې کولو حکم وکړ او نوموړي ته یې ته له ملکه بهر د علاج لپاره د تګ اجازه ورکړه.

د نواز شريف ورور شهباز شریف عدالت ته دا درخواست کړی وو چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف دې په غیر مشروط ډول د علاج لپاره له ملکه بهر واستول شي.

شهباز شریف نن عدالت ته وویل، هغه ضمانت ورکوي چې ورور به یې له علاج وروسته هیواد ته ستنېږي.

عدالت پخپله پخپله فيصله کې ويلي چې نواز شريف د درملنې لپاره په بهر هېواد کې څلور اوونۍ تېرولای شي خو د ناروغۍ په صورت کې دا موده غځېدلی شي.

په ایران کې خلکو د تېلو د اخیستلو پېمانې ټاکل کېدو ضد احتجاج پیل کړی

په سیرجان ښار کې د احتجاج عکس

د ایران په بیلابیلو ښارونو کې، د حکومت له هغې پرېکړې وروسته خلکو پر مظاهرو لاس پورې کړی چې ویې وویل، د خلکو لخوا د تېلو د اخیستو لپاره به یوه پیمانه ټاکي او په سملاسي ډول یې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي.

سرکاري خبري اژانس ارنا نن لیکلي چې په « سیرجان » ښار کې مظاهرې په ځانګړي ډول سختې وي او په مشهد، اهواز، بندرعباس، شیرا او نورو ښارونو کې هم د نښتو راپورونه دي.

ایرنا لیکي، په سیرجان ښار کې مظاهره کونکو د تېلو پر ډیپو برید وکړ او هوډ یې لاره چې اور ورته کړي. خو امنیتي مامورینو یې مخه ونیوله.

حکومت وايي، د امریکايي بندیزونو له وجې د پیدا شوي اقتصادي بحران د قابو کولو لپاره یې د تیلو د اخیستو پر مهال خلکو ته معین سهم ټاکلی.

حکومت همدا رنګه د لیټر پر سر د تېلو بیې له اتو سینټو څخه ۱۲.۷ سینټو ته لوړې کړې دي.

طالبانو د انس حقاني په بدله کې دوه بهرنیان لا نه دي خوشي کړي

انس حقاني

په افغانستان کې د دريو طالب زندانیانو په بدله کې د وسله والو طالبانو په ولکه کې د دوو بهرنيو برمته شوو کسانو د خوشي کولو مامله تر اوسه ګونګه ده.

درې ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني ددې ماملې اعلان کړې وو .

بلخوا افغان حکومت دا ګام د حکومت او طالبانو تر منځه د نيغ په نيغه خبرو لپاره يو مهم پرمختګ بللو ځکه چې افغان طالبانو افغان حکومت سره د خبرو اترو نه انکار کړی وو او ويلي یې وو چې د هغوی په وینا د کابل ګوډاګي حکومت سره خبرې نه کوي.

خو بلخوا تيره ورځ د افغان طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وویلي چې د تبادلې ټاکلي ځاي ته درې طالب قيدیان په صلا شوي وخت ونه رسیدل او هغوی اوس هم د حکومت په ولکه کې دي.

د دغو طالب قيدیانو په بدل کې به په کابل کې د امريکاي پوهنتون هغه دوه پروفيسران خوشي کيدل چې د ۲۰۱۶م کال د آګست په مياشت کې طالبانو تښتولي وو ، دغو کې يو امریکایی او بل د استریلیا اوسېدونکی دی.

منظور پښتین: د پاکستان پوځ په وزیرستان کې ښخ کړي ماینونه نه پاکوي

منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د پاکستان پوځ په وزیرستان کې ښخ کړي ماینونه نه پاکوي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا ماینونه پوځ د خپلو مورچو په شاوخوا کې ښخ کړي وو او اوس یې هغه زیاتره موچې پرېښې دي.

ده وویل ، دا واړه بمونه په ټولو قبایلي سیمو کې شته خو زیاتره په جنوبي او شمالي وزیرستان کې ښخ کړل شوي دي.

د دې بمونو په چاودنو کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په نښه شوي دي چې زیاتره پکې ماشومان دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وړاندې ویلي وو چې دا ماینونه پاکوي خو په دې اړه یې تفصیل نه دی ورکړی چې څومره یې پاک کړي او څومرې پاته دي.

روس د ازادې اروپا راډیو ویب پاڼه د بهرنیو ایجنټانو نوملړ کې اچولې

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین

د روس د عدلیې وزارت پرون د ازادې اروپا راډیو د روس د برخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په فهرست کې واچوله.

د ازادې اروپا راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان کال د سپټمبر په میاشت کې شروع شوې وه.

د روس د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیوچارو د کمېټۍ د مشورې پر بنيادکړې ده.

د روس پارلمان په ۲۰۱۷ م کال کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولائ شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په فهرست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روس کې د کار مخنیوی وکړي.

ولسمشر ټرمپ په جنګي جرمونو تورن دوه عسکر معاف کړي

ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو دوو امریکايي سرتيرو ته معافي ورکړې چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن وو.

خو ناقدين وايي چې دا عمل به په پوځ دننه د انصاف نظام کمزوری کړي.

ولسمشر ټرمپ د نومبر پر ۱۵مه د ځانګړي ځواکونو د پلاټون د هغه کمانډر عهده هم بیرته بحال کړې چې په عراق کې د جګړې پر مهال ترې لرې کړل شوی وو.

د هغه د رتبې ټیټېدو لامل دا وو چې هغه په عراق کې د داعش د يو وژل شوي وسله وال له مړي سره د خوشالۍ په انداز کې تصوير اخیستی وو.

واشنګټن پوسټ او نيو یارک ټايمز په خپلو رپورټونو کې ويلي چې د دفاع وزير مارک ايسپر او د پوځ لپاره سیکرټر راين ميکارتهي په دې نيږدو کېولسمشر ټرمپ ته خواست کړی ووچې په دا ډول ماملو کې دېمداخلت نه کوي.

په کوټه کې چاودنې درې عسکر وژلي او پنځه یې ټپي کړي دي

په کوټه کې د پخوانۍ چاودنې عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د پاکستان د ایف سي ځواک درې عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپي کړي دي.

دا چاودنه د ۱۵م نومبر په شپه د کوټې ایرپورټ روډ ته نژدې پر مغربي بای پاس په بلیلي سیمه کې هغه مهال شوې چې د عسکرو موټر له هغه ځایه تېرېدی.

حکومتي چارواکي وايي چې چاودنه د نامعلومو کسانو له خوا د سړک پر غاړه په یو موټرسایکل کې د اېښودل شوو چاودونکو موادو د چاودلو له امله شوې ده.

دوي وايي چې د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونو ته زیان رسېدلی دی.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

سټولټنبرګ: ناټو د افغانستان د امنیتي ځواکونو مرستې ته دوام ورکوي

سټولټنبرګ داسې مهال دا خبرې وکړې چې کې په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو په څنګ کې ولاړ و.

د ناټو عمومي منشي وايي، دغه تړون د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو دا خبره یقیني کړي چې د اسلامي دولت (داعش) ډله بیا هېڅکله په افغانستان کې ځاله نه کوي.

یینس سټولټنبرګ پرون (نومبر ۱۴مه) د داعش ډلې پرضد ایتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل، ناټو او متحده ایالاتو موافقه کړې چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي.

د ناټو عمومي منشي د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي وژل کېدل یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې دا ډله به هغه ځای بیا هېڅکله ترلاسه نه کړي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ځان ته موندلی و.

کرکټ: افغانستان ویسټ انډیز ته لومړۍ شل اووریزه لوبه وبایلله

ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو شل اووریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د ۳۰ منډو په توپیر وبایلله.

دا لوبه پرون د نومبر په ۱۴مه د هندوستان د لکنوو ښار په لوبغالي کې وشوه. ویسټ انډیز لوبه پیل کړه او افغانستان ته یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه. حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۳، اصغر افغان په ۲۱ بالونو ۲۵، نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ بالونو ۲۷ او فرید احمد په ۱۵ بالونو ۲۴ منډې وکړې.

افغان لوبډلې مخکې له ویسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې هم کړي چې درې واړه یې بایللې دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه او دریمه شل اووریزه لوبه به د شنبې او یکشنبې په ورځو وي.

جرمني لسګونه اذربایجاني وګړي بیرته خپل هېواد ته استولي

د ازربایجان د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، ۶۱ اذري وګړي له جرمني څخه په یوه چارټر الوتکې کې بیرته باکو ته ستانه کړي دي.

تر دې مخکې په جرمني کې د غیرې قانوني کډوالو د موندلو لپاره د پولیسو د چاپو راپورونه ورکړل شوي وو.

د دې ادارې په وینا دا ستنېدنه د اذربایجان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بې اسنادو افرادو د بېرته منلو په اړه له شته هوکړې سره سمه ترسره شوې ده.

د اذربایجان د کډوالو دولتي اداره وايي، په ستنو شویو کسانو کې ۲۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان دي.

د جرمني شپیګل مجلې د نومبر په ۱۳مه نېټه راپور ورکړ چې د جرمني پولیسو په یو لړ چاپو کې ګن اذربایجاني وګړي موندلې چې ویل کیږي په قاچاقي توګه جرمني ته وروړل شوي.

اپوزېشن له قاسم سوري، حکومت له صدارتي فرمانونو تېر شو

پاکستانی پارلمان

د پاکستان حکومت هغه ۱۱ صدراتي فرمانونه منسوخ کړل چې په قامي اسمبلۍ کې یې بې له بحثه منظور کړي ول. دا پرېکړه نن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وشوه.

دا صدراتي فرمانونه يا ارډيننسونه د نومبر پر اوومه د قامي اسمبلۍ په هغه غونډه کې منظور شوي ول چې مشري يې ډپټي سپيکر قاسم سوري کوله.

اپوزيشن ډلو دا اقدام ناسم بللی وو او ټينګار يې کړی وو چې هره قانوني مسوده بايد له پارلمانه تر بحث وروسته قانون وګرځول شي. اپوزيشن ګوندونو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې د اسمبلۍ د نننۍ غونډې پر مهال د ډپټي سپيکر پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو پرېکړه وه خو په پنجشنبه د دواړو لوريو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته د عدم اعتماد باور اخېستو په بدل کې د صدارتي فرمانونو منسوخولو پرېکړه وشوه.

نن د اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړي اسد عمر وويل دوی نه غواړي چې د سپيکر او ډپټي سپيکر چوکۍ دې لانجمنې شي.

پاکستان کې تندر او بارانونو ۲۷ کسان وژلي

پاکستان کې تندر او برېښنا

پاکستاني چارواکي وايي د هېواد د سيند صوبې په بېلا بېلو برخو کې په تندر او تیزو بارانونو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د سيند صوبايي حکومت ویاند سعید غني نن [د نومبر پر ۱۵مه] وویل چې انتظامیې په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او ژغورونکې ډلې تهر ريګستان سيمې ته رسېدلي دي.

غني وویل د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د تندر او ودانیو پریوتو په پېښو کې ژوبل شوي او په روغتونونو کې یې درملنه روانه ده.

د ایدي فانډېشن په نوم د خېر ښېګړي ادارې ویاند انور کاظمي ويلي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم زیات شي. نوموړي وویل ژغورونکې ډلې لېرې پرتو کلیوالو سیمو ته رسېدلي دي.

اخوا د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د تندر پریوتو په پېښو کې په سلګونو څاروي هم وژل شوي دي.

پېښور: ډي اېس پي غني الرحمان ووژل شو

په پیښور کې ناپېژندلیو وسله والو د پولیسو د ترهه ګرۍ ضد څانګې یو چارواکې په ډزو ویشتی او وژلی دی.

پولیس وايي، نن د ښار په دله زاک سیمه کې وسله والو د پولیسو د ترهه ګرۍ ضد څانګې ډي اېس پي غني الرحمان پر ګاډې ډزې وکړې چې په نتیجه کې يي هغه ووژل شو او د هغه ساتونکی او د ګاډي ډرایور ټپیان شول.

د پولیسو وړومبۍ پلټنې ښيي چې د وژل شوي پولیس چارواکي له یو چا سره د ځمکې پر سر لانجه وه خو پولیس وايي په دغه اړه نورې پلټنې هم کوي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان هم په دغه اړه د صوبې د پولیسو مشر ته د پلټنو ویلي دي.

ټرمپ پر ترکیې د روسيو توغندیو پلورل جدي ستونزه وبلله

ټرمپ او اردوغان په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایې، د ترکیې له خوا د روسې "اس ۴۰۰" د توغندیو دفاعي سیستم پیرل یوه جدي ستونزه رامنځته کوي او هیله یې وښوده چې دا ستونزه هواره شي.

ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۱۳مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د لیدو پر مهال دا موضوع یاده کړه. ښاغلي ټرمپ دا لیدنه ډېره عالي او رغوونکې وبلله.

د ترکیې او امریکا ولسمشران داسې مهال په واشنګټن کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو اړیکي چې پخوا ښې وې، اوس ترینګلې شوې دي.

دا اړیکي هغه مهال لا خرابي شوې چې انقرې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړل. امریکا په سوریه کې د کرد ملېشو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال له خپل ترکي سیال څخه په یوه غیرډیپلوماتیک لیک کې غوښتي وو چې د ډېرې وینې توییدنې مخه ونیسي.

واشنګټن وایې اس ۴۰۰ توغندویې دفاعي سیستم د ناټو د دفاعي وسایلو سره مطابقت نه لري.

د ترکیې ولسمشر هم د اس ۴۰۰ راکټونو د پېرلو موضوع د هواري لپاره له امریکا سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې انقره چمتو ده امریکایې پټرویټ راکټونه هم وپیري، خو که مطلوب شرایط ورته وړاندې شي.

"د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د ټاکنو کمېسیون نیمګړتیا نه‌ده"

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډ پړه د یو شمېر نوماندانو، له کمېسیون سره پر همکارو کمپنیو او ځینو نورو بنسټونو اچوي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح‌الله سادات نن (عقرب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل: "د خلکو اندېښنې پر ځای دي او حق لري چې انتقاد وکړي، خو بل اړخ ته که وګورئ، موږ په دې انتخاباتو کې ټکنالوژي وکاروله د دې لپاره اړونده کمپنۍ معرفي شوې وه. که هغه کمپنۍ خپل مسؤلیتونه پر وخت نه‌شي ترسره کولای، یا هم د کاندیدانو له لوري پوره همکاري نه‌کېږي او د پروسې پر وړاندې خنډ جوړېږي؛ نو دا د کمېسیون نیمګړتیا نه، بلکې د هغو نهادونو نیمګړتیا ده چې په لوی لاس غواړي دا پروسه نوره هم وځنډېږي."

یو شمېر کابل ښاریانو اندېښنه وښوده چې د انتخاباتو کمېسیون ورځ تر بلې د پایلو ځنډولو سره د خلکو باور زیانمنوي.

دا دوهم ځل دی چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډېږي .

په پام کې وه دغه پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله د عقرب ۲۳مې ته وځنډېدې.

دغه کمېسیون پرون ناوخته وویل چې د تخنیکي ستونزو او نورو مسایلو له کبله نه‌شي کولای پر ټاکلي وخت دا پایلې اعلان کړي.

په خوست کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه تنه ژوبل

د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوال عبدالحی ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار (عقرب ۲۳مه) د دې ولسوالۍ په یوه بازار کې شوې ده.

هغه وویل: "د سهار لسو بجو شااوخوا یو بم چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو، د ملکي خلکو له موټر سره چاودلی دی. په دې پېښه کې دوه ملکيان ټپیان دي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږل شوي او یو نهه کلن ماشوم وژل شوی دی."

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی.​

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ښايي وځنډوو: افغان ټاکنو کمېسیون

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ​وايي فکر نه‌کوي چې وکړاى شي د ټاکنو لومړۍ نتيجې د لړم/ عقرب پر ٢٣مه اعلان کړي.

د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د ځينو ستونزو له کبله ښايي دغه اعلان وځنډېږي.

سادات زیاته کړه: "ستونزمنه به وي که موږ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجه پر ٢٣مه نېټه اعلان کړو، خو کمېسيون بيا هم خپله نهايي هڅه کوي، څرنګه چې په ځينو ولايتونو کې مزاحمتونه ايجاد شول، اوس به دغه اعلان موږ ته ستونزمن وي."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

کمېسيون وايي، د ځينو کانديدانو ډلو په څو ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ٤ ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه ختمه شوې ده، خو په ٩ ولايتونو کې دغه پروسه پيل شوې نه‌ده.

په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بایومټریک معلومات‌یې نه‌دي ثبت شوي.

د ترکیې او امریکا ولسمشران واشنګټن کې سره ګوري

ارشیف

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

رجب طیب اردوغان پرون واشنګټن ته ولاړ.

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واشنګټن ته تللی و چې بیا د ده ساتونکو د کردي مظاهره کوونکو پر یوې ډلې د ترکیې د سفیر کور ته نږدې حمله وکړه.

اردوغان په داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو اړیکې چې له ۷۰ کلونو راهیسې ښې وې، کړکېچن شوې دي.

رجب طیب اردوغان واشنګټن ته تر تګ مخکې د دې سفر په اړه د دوشنبې په ورځ په انقره کې ویلي و چې دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د ترکیې او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې ښې نه‌دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نه ځنډوو. افغان ټاکنو کمېسیون

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ​وايي فکر نه‌کوي چې وکړاى شي د ټاکنو لومړۍ نتيجې د لړم/ عقرب پر ٢٣مه اعلان کړي.

د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د ځينو ستونزو له کبله ښايي دغه اعلان وځنډېږي.

سادات زیاته کړه: "ستونزمنه به وي که موږ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتيجه پر ٢٣مه نېټه اعلان کړو، خو کمېسيون بيا هم خپله نهايي هڅه کوي، څرنګه چې په ځينو ولايتونو کې مزاحمتونه ايجاد شول، اوس به دغه اعلان موږ ته ستونزمن وي."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، درمالوګ کمپنۍ د ٥ ورځو په ځنډ د رأی ورکوونکو معلومات ورسره شريک کړي دي.

کمېسيون وايي، د ځينو کانديدانو ډلو په څو ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش د پروسې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ٤ ولايتونو کې د رأيو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه ختمه شوې ده، خو په ٩ ولايتونو کې دغه پروسه پيل شوې نه‌ده.

په پام کې ده له اتو زرو د ډېرو صندوقونو رأیې له سره وشمېرل شي، ترڅو هغه رأیې ترې بېلې شي چې د رأی ورکوونکو بایومټریک معلومات‌یې نه‌دي ثبت شوي.

په لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم برید شوی

د نومبر پر۱۲مه له غرمې مخکې په لوګر کې د ملي اردو لواء ته څېرمه د کابل-ګردیز پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان برید ترسره شوی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ مشال راډیو ته وویل، تر اوسه نه ده مالومه چې دا موټر بم برید وو، که ماین چاودنه وه.

د ده په وینا، چې بهرنیو ځواکونو سیمه کلابند کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

دیدار لونګ وویل، تر اوسه د دې برید د زیانونو په اړه هم مالومات نه لري.

نوموړي زیاته کړه: "نن د څلورمې پلې لواء قوماندانۍ ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان برید ترسره شوی، تر اوسه نه ده مالومه چې دا موټر بم برید وو که ماین چاودنه ده، د تلفاتو په اړه يې هم تر اوسه راسره مالومات نشته، بهرنیو ځواکونو هغه سیمه چې برید په کې شوی کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي."

د ایران پلوي اسلامي جهاد ډلې یو مشر مو وژلی: اسرایل

د بها ابو العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.

اسرايلي چارواکي وايي، د نومبر پر ۱۲مه يې د ايران ملاتړ لرونکې اسلامپالې وسله والې ډلې اسلامي جهاد يو مشر قوماندان یې وژلی دی.

دا سړی بها ابو العطا نومېده چې په غزه پټۍ کې په هوايي بمبار کې په نښه شوی دی.

په غبرګون کې يې دغه وسله والې ډلې پر تله بيب راکټونو ويشتلي دي.

اسرايلو ويلي چې دغه سړی په ګڼو بريدونو کې ښکېل وو او په هوايي عملياتو کې د نوموړي مېرمن هم وژل شوې ده.

عراق: د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېد

د عراق د مظاهره کوونکو یو انځور

په عراق کې د بشري حقونو څار ډلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ له نوې ترینګلتیا څلور لاریونوال وژل شوي او نېږدې ۱۳۰ نور ټپیان دي.

دا مرګژوبله هغه مهال وشوه چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لورو ترمنځ شخړه وشوه او امنیتي ځواکونو اوښلن ګیس وکارولو.

په عراق کې د بشري حقونو نیمه رسمي کمېسیون چې د دې مرګژوبلې راپور یې ورکړی دا نښتې د خواشینۍ وړ بولي او وایي، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه ویاند جنرال عبدالکریم خلف د نومبر په ۱۱مه په بغداد کې یوې خبري غونډي ته وویل: "د مظاهره کوونکو یوه لویه برخه، ۹۹ سلنه‌ یې دا تاوتریخوالی نه‌ دی کړی، دوی په بشپړه ازاده توګه خپلې نظریې وړاندې کوي، یوه وړه برخه‌ یې غله او جنایتکاران دي چې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

له تېرې میاشتې راهیسې په عراق کې د درغلیو او ګرانیو خلاف په راوتیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۳۲۰ تنه مظاهره چیان وژل شوي دي.

امریکا وايي سرتېري به یې د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې وي

جنرال مارک میلي له اې بي سي نیوز تلویزون سره په مرکه کې ویلي په افغانستان کې د امریکا مشن لا نه دی پوره شوی.

د امریکا د پوځ مشر وړاندوینه کړې چې ځواکونو به یې ښايي د څو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي.

جنرال مارک میلي له اې بي سي نیوز تلویزون سره په مرکه کې چې د نومبر پر ۱۰مه خپره شوه وویل، د ۱۱م سېپټمبر له پېښې وروسته یې افغانستان ته سرتیري د دې لپاره لیږلي وو چې د هغه هیواد خاوره د هغو ترهګرو پر پناه ځای بدل نه شي چا چې پر امریکا حمله کړې وه خو د نوموړي په وینا هغه مشن لا مکمل شوی نه دی.

نوموړي وویل دا مشن به هله کامیاب شي چې افغان حکومت او امنیتي سرتیري یې د دې جوګه شي چې خپله خاوره پر نورو هیوادونو او په تېره بیا د امریکا پر ضد د حملو لپاره له کارولو وژغوري.

امریکا په افغانستان کې ۱۴زره سرتیري لري. همدا راز د ناټو د غوڅ ماموریت لاندې زرګونه اروپایي عسکر هم هلته موظف دي.

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بیا بیا ویلي،اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د نړۍ د کړکیچ له سیمو خپل سرتیري وباسي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG