د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: له ناتاره ډزو ۱۳ تنه وژل شوي


ټانک مظاهره
ټانک مظاهره

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د ډزو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د ټانک پوليس وايي، دا پېښې له ښارګوټي نېزدې ۳۰ کلوميټره لیرې له لکي مروت ضلعې سره پر پوله پرته په ملازۍ سيمه کې شوې ده.

د ډېره اسماعيل خان ډیويژن پوليس مشر (ار پي او) فېروز شاه وايي،دا نښته د دوو ډلو ترمنځ شوې ده چې پکې د سورلیو په ګاډي له بریده اووه کسان وژل شوي او په علاقه کې بیا د ډزو په نورو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي دي.

بلخوا ځايي خلکو د دغه وژنو پرضد د ټانک په کشمیر چوک کې احتجاج پیل کړی. دوی وايي، خپلوان يې پر سړک روان ول او ووژل شو، د دوی په وینا چې له هېچا سره یې دښمنۍ نه لرله، احتجاجیان له حکومته ځواب غواړي چې خپلوان یې چا ووژل؟ خو د ټانک ډیپټي کمېشنر فواد وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل دا د دواړو لوریو ترمنځ یوه پخوانۍ بدي وه.

په ډزو کې د يوه وژل شوي ۱۲ کلن ماشوم سجاد تره ډيوې راډيو ته وويل، وراره یې نور ماشومان له مدرسې څخه کور ته بیول او په لار کې ورته ولاړو کسانو ویلي ول شناختي کارډ وښيه او په نه ښکاره کولو پرې وسله والو پر سر ویشتلی وو.

لعل بادشاه چې خپلوان يې په ډزو کې وژل شوي وايي خپلوان يې کور ته پر موټر سايکل روان ول او په لار کې په ډزو وژل شوي دي.

هغه وويل پوليس ترې پوښتنه کوي چې بریدګر ورته وښيئ خو نوموړی وايي دا د ترهګرۍ پېښه ده بايد حکومت د یې ذمه وار په ګوته کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د پېښې نوټس اخيستی او رپوټ یې غوښتی دی.

پر احتجاج ناست خلک وايي دوی له حکومته بريدګر غواړي او ورته دې وويل شي چې د پېښې وروسته یې څه ګام اخېستی دی؟

ځايي خلک دا شکایت هم کوي چې په علاقه کې خلک ووژل شو او بيا چې مړي او ژوبل د ټانک روغتون ته راوړل شو نه خو هلته نه خو ډاکټران ول او نه د مړیو اېښودو لپاره بندوبست وو.

XS
SM
MD
LG