د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تېرو نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ افغان وګړي وژل شوي: یوناما


د یوناما نښان
د یوناما نښان

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وایي، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو درېوو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه وه.

د یوناما اعلامیه وایي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې شااوخوا ۵۵۰۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د یوناما د معلوماتو پر اساس، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر ۴۲ فیصده ډېر شوی دی.

دغې ادارې په اعلامیه کې د افغانستان د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG