فرانس پخلی کړی چې یو بل وګړی فرانسوي پوهاند په ایران کې نیول شوی دی.
فرانس د دې ګام غندنه کړې او دا کار یې د نه منلو وړ بللی دی.
د فرانس بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر۱۶مه وویل چې رولانډ مارخل په جون کې نیول شوی و.
هم دغه وخت د فرانس او ایران غبرګ شهریت لرونکې یوه ښځه فریبا عادلخاه هم په تهران کې نیول شوې وه.
دواړه نیول شوي کسان د پاریس یوې معتبرې تعليمي ادارې (ساینسز پو ) پوهنتون لوړ رتبه څېړونکي دي.
مخکې دا معلومه وه چې عادلخاه په بند کې ده خو وزارت د مارخل نېول کېدو تصدیق نه وکړی.
د فرانس بهرنیو چارو وزارت ویاندې ایګنیس وان دیغ موهل له ایراني انتظامیې غوښتنه وکړه چې په دې معامله کې شفافیت وښي او بې له څه ځنډه د دغه نه منونکي حالت د ختمولو لپاره دې ګام واخلي.