د برتانیا شاهي جوړه چې پکې شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کیټ میډیلټن شامل دي، نن يې د خپل سفر په دوهمه ورځ د پاکستان له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
د مشال رېډيو خبريال وايي برتانوۍ شاهي جوړې په دې سفر کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړي. شاهي جوړه چې په دوشنبه په پنځه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلې د لاهور ترڅنګ د خیبر پښتونخوا غرنیو سیمو ته به هم درومي.
د وزیراعظم د اطلاعاتو او نشریاتو ځانګړې سلاکارې فردوس عاشق اعوان پرون ویلي، د برتانیا د شاهي جوړې سفر دسوله ییزه او خوندي پاکستان عکاسي کوي.