د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه دې په شام کې اوربند وکړي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شام کې د سم دستي اوربند غږ کړی.

د نوموړي په وینا ټرمپ خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په دې اړوند ټېلېفوني خبرې کړي دي.

د ترکي ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې د هغه هېواد په شمال ختیزو سیمو حمله وکړه.

پېنس وايي، ټرمپ له اردغان سره پر ټېلېفون جدي خبرې وکړې او دا یې هم ورته وویل چې هغه به د شخړې د هوارۍ په موخه ژر سیمې ته سفر وکړي چېرته چې د جنګ له وجې ۱۶۰ زره ولسي کسان کډو کولو ته اړ شوي دي.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر۱۴مه په یو بیان کې ویلي وو، که د ترکي مشرانو خطرناکې او ویجاړونکې لارې ته ادامه ورکړه نو هغه پوره چمتو دی چې په چټکۍ سره د ترکي اقتصاد تبا کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG