د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات غندلي


د شام په خیتځ کې د ترکي ځواکونو عملیات.
د شام په خیتځ کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د ترکي ځواکونو په شام کې د کردانو پرضد عملیات پیل کړي په شمال مشرقي شام کې د امریکايي ځواکونو په یوه پوسته د ترکیې ځواکونو له خوا د توپ ګولې ویشتل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د اکتوبر پر۱۱مه د خبر پخلې کړی او ویلي يې دي چې کوباني ښار ته نېږدې دغې پوستې ته چاودنې ټکان ورکړی دی خو څه ځاني تاوان يې نه دی اړولې.

پینټاګون ټینګار کړی چې ترکیه باید هغه یو زر امریکايي ځواکونو ته د خطر جوړولو ډډه وکړي چې اوس هم په شام کې دي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د امریکايي ځواکونو ځایونه د زیان خوندي ساتلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

د سیمې لپاره د امریکا یو پخواني استازي بریټ مکګورک، چا چې تېرکال په دسېمبر کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړی ادعا کړی چې دا یوه اتفاقی پېښه نه وه او د ترکیې ځواکونو په یوه څرګنده امریکايي پوسته ډزې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG