د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندي فعالان او امریکايی سېنېټر کشمیر ته نه دي پرېښودل شوي


د هند تر انتظام لاندې په کشمير کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې کرفيو ده.
د هند تر انتظام لاندې په کشمير کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې کرفيو ده.

د هند د مدني ټولنو فعالان او د امريکا يو سېنېټر د هند تر انتظام لاندې کشمير ته له تلو څخه منع کړل شوي دي.

د هند تر انتظام لاندې په کشمير کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې کرفيو ده او په ورتګ بنديزونه دي.

د امريکا د ډيموکريټ ګوند سېنېټر کریس وان هولن او د هند د تعليمي اصلاحاتو يو فعال سنديپ پانډی د اکتوبر پر پنځمه نېټه وويل چې دوی کشمير ته تلل غوښتل خو نوي ډیلي ورته اجازه نه ده ورکړې.

هولن په نوي ډیلي کې خبريالانو ته وويل چې دوی غوښتل په کشمير کې حالات له نږدې وڅېړي.

بلخوا سنديپ پانډې ويلي دي چې دی او نور فعالان د سرينګر د هوايي ډګر له پرېښودو څخه منع کړل شوي وو.

د هند حکومت د اګست په پينځمه د دوی تر واک لاندي د کشمير ځانګړی اييني حثيت ختم کړی وو او له هغې راهيسې په سيمه کې ګرځبنديز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG