د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د عراق پر وضعیت اندېښمن دي


جینین هېنېس پلسشرټ وايي، ټولې خواوې دې له تشدده لاس واخلي.
جینین هېنېس پلسشرټ وايي، ټولې خواوې دې له تشدده لاس واخلي.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو يوې لوړ پوړي چارواکې جینین هېنېس پلسشرټ په دغه هیواد کې ترسره شوې خونړۍ مظاهري غندلې دي.

نوموړې وايي پکار ده چې تاوتریخوالی زر تر زره ختم کړل شي.

په عراق کې د تيرو پنځو ورځو په مظاهرو کې د وژل شويو کسانو شمېر سلو ته نږدې شوی دی.

نوموړې په خپل ټویټر ایکاونټ کې لیکلي چې ټولې خواوې دې له تشدده لاس واخلي او د مرګژوبلې لړۍ باید ودرول شي. هغې د تشدد پېښو کې لاس لرونکو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه هم کړېده.

د عراقي پارلېمان د بشري حقونو د کمېشن په وینا د اکتوبر له لومړۍ نېټې په پیل شویو دغو مظاهرو کې خواوشا ۴۰۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

دغه مرګ ژوبله د مظاهره کونکیو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

د عراق په بېلابېلو ښارونو کې زرګونو کسانو د بې روزګارۍ، اداري فساد او د حکومت پر ضد دغه مظاهرې شروع کړې دي.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي ویلي، د مظاهره کونکیو غوښتنو ته به پام وکړي خو د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره به نور وخت پکار وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG