د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور هايي کورټ قبایلي ضلعو کې ترهګري ضد عدالتونه غواړي


د پېښور های کورټ
د پېښور های کورټ

د پېښور هايي کورټ چارواکي وايي په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو عدالتونو جوړولو لپاره يې دوه ځله حکومت ته درخواستونه ورکړي خو حکومت ورته تر دې دمه څه ځواب نه دی ویلی.

د پېښور هاي کورټ رجسټرار خواجه وجيه الدين د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل د خیبر پښتونخوا حکومت ته پکار دی چې په ټولو قبايلي ضلعو کې ياد عدالتونه جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه چې په قبايلي سيمو کې ججانو او نورې عدالتي عملې خپل کار پېل کړی خو د دوی لپاره د ودانيو او نورو اسانتياو کمی دی.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د قانون صوبايي وزير سلطان محمد خان مشال راډيو ته وويل چې دا مسلې به هوارې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG