د اورکزو مشرانو له حکومت څخه غوښتي چې د دوی په سيمه کې دې امنيتي پوستې ختمې کړي.
د بره اورکزو يو قبايلي مشر رېښمين اورکزي د اکتوبر پر څلورمهمشال راډيو ته وويل چې اوس يې سيمې ته د ضلعې درجه ورکړل شوې ده او امنيت پکې هم پر ځای شوی دی نو بايد چېحکومت دلته امنیتي پوستې ختمې کړي.
دوی وايي پر امنيتي پوستو د تلاشۍ له کبله په تګ راتګ کې مشکلات لري.
بلخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د يادې سیمې استازی غازي غزن جمال مشال راډيو ته وويل چې د امنيتي پوستې په اړه يې له اړونده چارواکو سره خبرې شوي دي او دا به په وار وار کمې کړل شي.