د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په زابل کې د طالبانو ترهګر برید وغانده


ملګرو ملتونو په زابل کې د طالبانو پر هغه برید ژوره اندېښنه او خواشیني ښودلې چې په کې د کلات ښار روغتون ویجاړ او لسګونه کسان په کې مړه او ژوبل شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سنبالګر ځلاتان میلیشیڅ په یو بیان کې ویلي په زابل کې روغتون ته څېرمه پر موټربم برید کې چې په قربانیانو کې یې ناروغان، ډاکتران او د روغتون کارکوونکي شامل دي، په ژوره توګه خواشینی شوی دی.

د نوموړې په وینا کلات کې دا روغتون سخت ویجاړ شوی او دا مهال له فعالیته لوېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سنبالګر ځلاتان میلیشیڅ په وینا، په افغانستان کې چې لومړنیو روغتیايي خدماتو ته په کې لاس رسی هسې هم ستونزمن دی، دا ډول پېښې دا ستونزې نورې هم زیاتوي.

نوموړي زیاته کړې، زابل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د خلکو لپاره د ژوند اسانتیاوې په کې تر ټولو کمې دي او دغلته په سلو کې شپېته وګړي له روغتیايي کلینيکونو لږترلږه د دوه ساعته لارې په واټن اوسېږي.

په زابل کې د پنجشنبې په ورځ په هغه ځانمرګي موټربم برید کې چې وسله والو طالبانو یې مسؤلیت واخیست، د ځايي چارواکو په وینا لږترلږه شل کسان وژل شوي او تر نوي زیات ټپیان دي.

که څه هم طالبان وايي چې د برید هدف یې د ملي امنیت ریاست و، خو چارواکي وايي چې برید پر روغتون شوی او قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په شمول ناروغان او د روغتون کارمندان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سنبالګر ځلاتان میلیشیڅ وايي په دې کال کې په ټول افغانستان کې په روغتیايي تاسیساتو او روغتیايي کارکونکو 133 بریدونه ثبت شوې دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په کړکېچ کې پر ټولو ښکېلو خواو غږ کړی چې د بشري مرستو نړیوال قانون ته دې درناوی وکړي، ولسي خلکو ته دې زیان نه اړوي او د روغتیايي کارکوونکو، ناروغانو او ملکي تاسیساتو امنیت دې ډاډمن کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG