د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې د پنجشنبې حملې د مړیو شمېره ۳۹ ته لوړه شوې


د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د پرونۍ حملې د مړو شمېره ۳۹ ته لوړه شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ماسپښین په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې موټربم حمله کې همداراز ۱۴۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي سیال زیاته کړه چې د پېښې په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

د زابل د والي ویاند همداراز زیاته کړه چې د دې حملې په نتیجه کې چې مسؤلیت یې طالبانو ومانه، د کلات روغتون ټول ویجاړ شوی او فعالیت یې په ټپه درېدلی دی.

له بلې خوا ملګرو ملتونو دا موټربم برید چې قربانیان یې ناروغان، ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي دي، سخت غندلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ناظم ځلاتان میلیشیڅ په یو بیان کې ویلي چې دا ډول حملې به افغانانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو پر وړاندې پراته خنډونه لا زیات کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG