د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغان حکومت ته د ۱۶۰ میلیونه ډالرو مرسته دروي


۱۰۰ میلیونه ډالر د کندهار او غزني د برېښنا یوې پروژې لپاره ول
۱۰۰ میلیونه ډالر د کندهار او غزني د برېښنا یوې پروژې لپاره ول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر پر ۱۹مه ویلي، حکومت یې د افغانستان "د انرژۍ د بېخبنا یا انفراسټرکچر د یوې لویې پروژې" لپاره ځانګړي شوي "۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته ورڅخه ګرځوي."

نوموړي په یوه بیان کې ویلي دي چې دا د غزني او کندهار او د کجکي او کندهار ترمنځ د برېښنا د پېنځو سټېشنو او تارونو غځولو پروژه ده.

بیان وايي، امریکا به دا پروژه افغان حکومت ته له پیسو ورکولو پرته بشپړه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې په چارو کې د "شفافیت پر نشتوالي اندېښنه" ښودلې او ویلي یې دي چې امریکا به د شفافیت او محاسبې په اړه د ټاکلو معیارونو په پوره کولو کې "د حکومت د پاتې راتلو" له وجې پلان شوې ۶۰ میلیونه ډالره مرسته هم دروي.

افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه بیان په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ویلي چې د درغلۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG