د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور وغځېد


د یوناما مشر رچرډ بېنېټ
د یوناما مشر رچرډ بېنېټ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو موقتي او پنځو دایمي غړيو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت دوام د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

په چارشنبه د امنیت شورا له خوا په دې اړه د پرېکړه لیک له تصویب وروسته اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ( یوناما) د ۲۰۲۰م کال د سېپټېمبر تر ۱۷مې نېټې کار کولای شي.

چین چې تر دې مخکې یې په دې اړه د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره مخالفت کړی و، د جرمني او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو په پایله کې یې خپل مخالفت پرېښود او پرون یې دې پرېکړه لیک ته مثبت رایه ورکړه. تر دې مخکې چین غوښتل چې د دې هیواد د ((يوې لارې يوې کړۍ)) د یو ټریلون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پرېکړه لیک کې یاده شي. امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه وه چې له کبله یې په دې اړه د امنیت شورا رای ورکول له دوشنبې څخه سه شنبې ته وځنډېدل.

XS
SM
MD
LG