د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب تېلو پر اسانیتاو د برید تلافي ته چمتو یو: ټرمپ


د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ

د سعودي عرب د تېلو پر اسانتیاو تر برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هېواد یې چمتو دی داسې اقدامات وکړي چې دغه برید تلافي کړي.

د تېرې شنبې ورځې برید له امله د سعودي عرب د نفتو د تولید کچه نیم په نیمه راښکته شوې ده.

ولسمشر ټرمپ پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل: "د سعودي عرب د تېلو پر اسانتیاو برید شوی، دلیل شته چې باور وکړو ګرم څوک دی، په تمه یو چې له سعودي عربه یې واورو چې په باور یې دا حمله به چا کړې وي او دا چې تر کومو شرایطو لاندې اقدام کولی شي."

د سعودي عرب د ارامکو د تېلو لوی شرکت ویلي چې تر برید وروسته د دغه هیواد د تېلو ورځنی پیداوار ۵ اعشاریه ۷ ملیونه بېرلو ته راښکته کړی دی. له دې سره په نړیواله کچه د تېلو بیه په بېسارې ډول لوړه شوې ده. سعودي د نړۍ ۱۰ سلنه تېل تولیدوي.

د تېرې شنبې ورځې برید د ارامکو تېلو تاسیساتو کې د پراخ اور لګېدنې سبب شو.

د دغه برید مسوولیت حوثي یاغیانو پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د ۱۰ ډرون الوتکو په وسیله یې د سعودي عرب د تېلو اصلي اسانتیاوې په نښه کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ ویلي و چې تراوسه ایران پر سعودي عرب سل بریدونه کړي او داسې هېڅ نښه نشته چې دغه برید دې د یمن له خاورې شوی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG