د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو و پوتین ته وویل، د ایران ګواښونه و نه زغمي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرایلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، اسرایل به د ایران ګواښونه و نه زغمي.

نتنیاهو په پنجشنبه ناوخته د تور سمندرګي پر غاړه د روسیې سوچي ساحلي ښار ته ورسېد او د روسیې له ولسمشر سره یې ولیدل.

ده وویل، ایران د سوریې له خاورې څخه د یرغل د سیمې په توګه کار اخلي.

روسیه په سوریه کې د ایران ترڅنګ د بشاراسد د رژیم ننګه کوي.

د روسیې ولسمشر له نتنیاهو سره په کتنه کې د خپل هېواد او اسرایلو ترمنځ پوځي او امنیتي همکاري وستایله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسرایلو له وزیر اعظم سره د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې کرملین له دې سره لېوالتیا لري چې راتلونکې اوونۍ د اسرایلو پارلماني انتخابات څوک ګټي.

ده یادونه وکړه چې اسرایلو ته د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو تر یو نیم ميلیون زیاتو وګړو مهاجرت کړی او اوس هلته اوسي.

پوتین زیاته کړه چې دا کسان یې تل خپل خلک بللي او د دې په وړاندې بې تفاوته نه دی چې د اسرایل پارلمان ته څوک بریالي کېږي.

نتنیاهو د روسیې ولسمشر ته وویل، د روسیې له پوځ سره همغږي ورته مهمه ده، ځکه چې روسي پوځیان په سوریه کې مېشت دي.

ده دا هم وویل چې په تېره یوه میاشت کې د سوریې له خاورې پر اسرایلو د ایران د حملو هڅې ډېرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG