د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له جوهري تړونه سرغړونې پیل کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

راپورونه وايی، ایران داسې ګامونه اخېستل پیل کړي چې د ۲۰۱۵ م کال د جوهري لوظنامې څخه سرغړونه ګڼل کېدی شي.

د ایران د ایټمي ایجنسۍ یو ویاند بهروز کمال وندي د سېپټمبر پر ۷مه ویلي، ایران په خپلو سینټریفیوژونو کې د یوارینیم ګیس ورګډول پیل کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور په اساس کمالوندي په یوه تلویزوني وینا کې ویلي، ایران دغو سنټریفیوژونو ته اړتیا نه لري خو جوړول يې د دوی د ادارې په ایجنډا کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران دوه ورځې وړاندې اشاره ورکړې وه چې له لوظنامې د لرې کېدو لپاره به نور ګامونه پورته کوي.

امریکا تېر کال د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر مینځ د ۲۰۱۵م کال د جوهري لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړ او په ایران يي بندیزونه بیا عملي کړل.

روانه اوونۍ اروپايي هیوادونو په ایران غږ کړی وو چې د داسې ګامونو له پورته کولو دې ډډه وکړي چې د ۲۰۱۵ م کال د جوهري لوظنامې د لاندی د ایران د ژمنو خلاف وي.

اروپا هڅه کوي چې دا لوظنامه خوندي وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG