د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر په کابل کې بېګانی خونړی برید وغانده


د ناټو مشر ويلي چې دغه لوېديځ امنيتي ايتلاف په افغانستان کې د سولې د تړون لپاره د امريکا د هڅو ملاتړ کوي.

ینس ستولتنبرګ دا خبره نن د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره په برسلز کې تر ليدنې وروسته په خپل ټويټر پېغام کې کړې. هغه ويلي چې ناټو په بشپړه توګه په افغانستان کې د سولې راوستو د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي په کابل کې د تيرې شپې خونړۍ حمله غندلې او ويلي يې دي چې ناټو ايتلاف د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی.

دواړو چارواکو نن په داسې حال کې ملاقات کړی چې امريکا په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د تړون نهاي کولو په پروسه کې ده چې دا ډول د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته لاره هواره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG