د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ښاریانو د بېګانۍ چاودنې سیمه کې لاریون وکړ


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په قابل بای سیمه کې د لاریون پر مهال
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په قابل بای سیمه کې د لاریون پر مهال

د کابل یوشمېر وګړیو نن د سپټمبر په درېمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج (زرغون کلي) مخې ته مظاهره وکړه.

هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.

د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره‌چیانو امنیت نیولی دی.

د کابل پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسله‌وال هم ووژل شویو چې په سیمه کې پټ شوي ول او د حملې پلان‌ یې درلود.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته‌ یې ولېږدول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي.

په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG