د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: یو امریکايي سرتېری وژل شوی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د تېرې پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.

خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې وژل شوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی و.

د پنټاګون یوې سرچینې نیوزویک ته ویلي چې عسکر په زابل کې وژل شوی دی.

تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو لګیا ده.

د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کې اوسمهال ۱۴زره امریکايي عسکر مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG