په هنګو کې امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د یو کومندان عجب خان د نیولو ادعا کړې ده.
نن (د اګست پر ۲۹مه) د پولیسو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې ياد کومندان د اګست پر ۲۷ مه د کوهاټ ترهګرۍ مخنيوي څانګې له پټو عملياتو وروسته نيولی دی. چارواکي زياتوي نيول شوی تن ورته په ترهګرو پېښو کې مطلوب و.
کمانډر عجب خان چې د ټل اوسېدونکی دی، حکومت يې پر سر پنځه لکه روپۍ انعام اېښی و.
تحريک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دې ويلي.