د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د طالبانو له زندانه د دريو سرتيرو په ګډون شپږ تنه ازاد شول


افغان ملي اردو (ارشيف)
افغان ملي اردو (ارشيف)

د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو يو زندان مات او د دريو نیول شوو سرتيرو په ګډون شپږ بنديان ورڅخه ازاد شول.

نن (د اګست پر ۲۹مه) له ولایت مقام څخه رسنیو په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ په باتور کلي کې دغه زندان مات کړ.

د خبرپاڼې په حواله، په بنديانو کې درې امنیتي سرتیري او درې ولسي وګړي دي.

د ازاد شوو بندیانو تړاو د هېواد له بېلابېلو سیمو سره دی.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG