د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیسو ضد نرښځیانو مظاهره کړې


فایل فوټو: په فیبروري ۲۰۱۹م کې په کوهاټ کې نرښځیان د خپل ملګري د وژنې ضد احتجاج کوي
فایل فوټو: په فیبروري ۲۰۱۹م کې په کوهاټ کې نرښځیان د خپل ملګري د وژنې ضد احتجاج کوي

د کوهاټ نر ښځیانو د اګست پر ۲۵ مه د پولیسو پر ضد مظاهره وکړه. دوی وویل، پولیس یې په ازاد مټ کار کولو ته نه پرېږدي.

د بی بي په نوم یوې نرښځۍ مشال راډیو ته وویل، پولیس یې په ښارونو کې کار ته نه پرېږدي، دوی اړ شوي چې کلیو بانډو ته لاړ شي خو هلته یې هم مخه نیول کېږي. ده دا ادعا هم وکړه چې پولیس ورباندې لاس هم پورته کوي.

خو د کوهاټ د پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډیو ته وویل چې د خلکو له شکایتونو وروسته یې پر نرښځیانو بندیز لګولی دی.

نوموړي وویل ، دا د ترهګرۍ ضد د جوړې شوې تګلارې نېشنل اېکشن پلان هم خلاف ورزي ده چې په لاسپيکرونو دې دا ډول پروګرامونه وشي. خو بل پلو په پاکستان کې په نورو ودونو ښادیانو او سیاسي غونډو کې هم خلک لاسپیکرونه استعمالوي.

له دې وړاندې نرښځیانو د خپلو ملګرو د وژنې ضد هم د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG