د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر مشران: د انضمام پر مهال شوې ژمنې نه عملي کیږي


په اپرېل ۲۰۱۹ کې د خېبر د مشرانو لویه جرګه
په اپرېل ۲۰۱۹ کې د خېبر د مشرانو لویه جرګه

د خېبر مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې قبایل پر پښتونخوا د ورګډولو مخکې د دوی سره کړې ژمنې دې پوره کړي. د اګست پر ۲۵مه په باړه پریس کلب کې د سېمې سیاست والو، مشرانو، تاجرانو او د مدني ټولنو غړو په یوه غونډه کې وویل چې حکومت د انضمامپر مهال ورسره چارواکو ډېرې ژمنې کړې وې، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي.

یو ځايي مشر سهیل احمد اپریدي وویل، دوی سره د سکولونو، سبزي منډۍ، ماډل بازارونو، د لارو کوڅو د پخېدو ژمنې شوې وې خو یوه هم نه ده عملي شوې.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبر د خلکو استازی اقبال افریدی د دغو خلکو د غوښتنو او شکایتونو په ځواب کې وايي، د خلکو سره د کړو ژمنو د پوره کولو کوشش کوي.

په دې جرګه کې یوه کمیټي هم جوړه شوه چې د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره به کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG