د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل رحمان په اسلام اباد کې د پرلت اعلان وکړ


مولانا فضل رحمان
مولانا فضل رحمان

د جمیعت علما اسلام (ف ) ګوند مشر وايي، د اپوزیشن ټول ګوندونه د واکمن ګوند تحریک انصاف خلاف یو موټي دي او په اکتوبر میاشت کې به په اسلام اباد کې اوږد لاریون یا لانګ مارچ کوي.

مولانا فضل رحمان دا څرګندونې د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه وویل، د اپوزیشن ټول ګوندونه په دې خبره یوه خوله دي چې د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۲۵مه، د جعلي انتخاباتو په نتیجه کې د تحریک انصافګوند واکمني ترلاسه کړې وه. هغه وویل، دا حکومت نه مني او له سره انتخابات غواړي.

که څه هم د مولانا فضل رحمان د تازه څرګندون په اړه حکومتي دریځ مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې وزیراعظم عمران خان ا نورو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي چې د اپوزیشن د مشرانو خلاف د احتساب لړۍ روانه نو ځکه هغوی احتجاجونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG