د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو کمپين پېل شو


د ۲۰۱۹ په جون کې په کراچۍ کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي
د ۲۰۱۹ په جون کې په کراچۍ کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو د ورکولو بهیر بیا پیل شو. د اګست له ۲۶مې پېل شوې کمپین به درې ورځې وي.

د خیبر پښتونخوا په ۲۷ ضلعو کې به د پنځو کالو نه د کم عمر څلور ملیونو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې ورکړل شي.

په کوټه کې د پولیو ضد د ایمرجنسي مرکز مرستیال مشر ډاکټر افتاب کاکړ نن مشال راډیو ته په دې اړه وویل په کوټه او پښین کې به پنځه لاکه ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

همدا راز په نصیر اباد، جعفر اباد، جل مګسي او صحبت پور کې به د پولیو مهم د اګست په ۲۸مه او په کلا عبدالله کې د سېپټمبر پر دوهمه نېټه پیلیږي. په بلوچستان کې به ټول ټال یو میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

په پاکستان کې سږ کال ۵۳ د پولیو مثیت کیسونه لیدل شوي چې ۴۱ پکې په خیبر پښتونخوا کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG