د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې وسله وال بريد کې دوه کسان وژل شوي


ډېره اسماعيل خان کې بريد (ارشيف)
ډېره اسماعيل خان کې بريد (ارشيف)

د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې په ترهه ګر برید کې دوه ولسي وګړی وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه (د اګست پر ۲۳م) د ډېره اسماعیل خان په دره بند کلان تحصیل کې نامعلومه وسله والو د پوليسو پر یوه امنیتي پوسته ډزې وکړې چې په نتیجه کې يي په نږدې پټرول پمپ کې کارکوونکي دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

وسله وال د پوليسو تر ځوابي ډزو وروسته وتښتېدل.

ټپي شوي کسان د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې مرکزي ویاند قاري سیف الله مشال راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دا برید د دوی د ملګرو لخوا ترسره شوی دی.

دره بند کلان یوه مهمه سیمه ده چې د خېبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان ضلعې او پنجاب او بلوچستان صوبو تر منځ غځېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG