د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي


افغان ځواکونه (ارشيف)
افغان ځواکونه (ارشيف)

د افغانستان د ارزګان ولايتي چارواکي وایي چې دغلتهيې د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن (د اګست پر ۲۴مه) مشال راډيو ته وویل چې یاد وسله وال د تېرو ۴۸ ساعتو په ترڅ کې د ولايت مرکز ترینکوټ اړوند لکه نچین، مهراباد لنګر او یو شمېر نورو سیمو کې وژل شوي دي.

امنیه قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پرمهال يې ۱۲ طالبان نیولي هم دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG