د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې یوه کس د خپل پلار، مور او خور تر وژنې وروسته خودکشي کړې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، پېښه د اګست پر ۲۱مه سهار شوې.
دی وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه د کورنیو ستونزو له کبله شوې.
د تڼیو د لغوړي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، دا پېښه په کور کې د جنجال له وجې شوې چې پکې د هغه کس یو ورور هم ژوبل شوی چې اوس په روغتون کې دی.
پولیسو په پېښه کې د وژل شویو او ژوبل کس نوم نه دی اخیستی.