د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپېن کې افغان سفير لوټل شوی


هسپانوي پوليس (ارشيف)
هسپانوي پوليس (ارشيف)

د اروپايي هېواد سپېن پوليس او سفارتي سرچينې وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفير لوټل شوی دی. دا پېښه په دا وروستيو کې د سپېن په شمال ختيځ مديتراني ساحل کې له شوو لويو پېښو څخه يوه ګڼل کېږي.

د پوليس يو وياند وايي چې بريدګرو د اګست پر ۱۸مه د بارسلونا ښار په مرکز کې په يوه کوڅه کې د همايون رسا د قيمتي ساعت اخيستلو لپاره هغه پر مځکې ټېل واهه. په مېډريډ کې د افغان سفارت يوې سرچينې ويلي چې رسا په پښه کې معمولي زخمي شوی خو جوړ دی. نوموړی بارسلونا ته د افغانستان د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره تللی و.

هسپانوي ورځپاڼې ايل پېريوډيکو راپور ورکړی چې د همايون رسا د لاسي ساعت بيعه ۱۷ زره يورو وه. په بارسلونا کې د رسا د لوټلو پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې د اروپا په دغه يو تر ټولو سېلګريز ښار کې په دا وروستيو کې جرايم زيات شوي چې پر مهال يې يو شمېر بهرنيان لوټل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG