د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن په اسلام اباد کې حکومت مخالفه مظاهرې پیلوي


د ۲۰۱۹ په جولایي کې د اپوزیشن ګوندونو مشران
د ۲۰۱۹ په جولایي کې د اپوزیشن ګوندونو مشران

په اسلام اباد کې د اپوزېشن ګوندونو په ټولګوندیزه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د اوسني حکومت پر ضد به په اسلام اباد کې د مظاهرو لړۍ پېلوي.

غونډه د جمیعت علما اسلام (ف ) د مشر مولانا فضل رحمان لخوا د اګست پر ۱۹مه غوښتل شوی وو چې پکې د اپوزیشن د ټولو ګوندونو مشرانو او استازو ګډون وکړ.

مولانا فضل رحمان د غونډې په پای کې وویل چې د اګست پر ۲۹مه به د حکومت پر ضد د مظاهرو د پیلولو لپاره نېټه ټاکل کېږي.

بل پلو د پاکستان د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په یو ټویټر بیان کې لیکلي د اپوزیشن ټولګوندیزه کانفرانس د خپلمنځي سیاست یوه هڅه وه او د دوی حکومت ته ترې هېڅ قسمه خطره نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG