د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده تر درو نورو کلونو غځولې ده.
د هېواد دولتي راډیو د اګست پر ۱۹مه ویلي چې وزیراعظم دا اقدام د ((سیمې امنیتي ماحول)) ته په کتو کړی دی.
ټاکل شوې وه چې د جنرال باجوه دنده د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې پای ته ورسي.
د وزیراعظم له دفتره په خپور فرمان کې راغلي چې د باجوه د دندې دویم پړاو به یې د لومړي هغه تر پای وروسته پیلېږي.
باجوه د ۲۰۱۶ز کال په نومبر کې د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د دندې تر پای وروسته د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف د پوځ مشر کړی وو.