د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوډان: د پوځ او اپوزیشن ترمنځ د واک پر وېش تړون وشو


په سوډان کې د پوځ او اپوزیشن ترمنځ د واک پر وېش تړون وشو
په سوډان کې د پوځ او اپوزیشن ترمنځ د واک پر وېش تړون وشو

د سوډان پوځ او په هغه هېواد کې د سیاسي اپوزېشن ایتلاف ترمنځ د واک د شریکولو موافقه لاسلیک شوه.

دا ګام د اګست پر ۱۷مه په پلازمېنه خرطوم کې پورته کړل شو.

دا موافقه به په یاد هېواد کې ملکې واکمنۍ ته لاره هواره کړي. په اپریل مياشت کې له لاریونونو وروسته ولسمشر عمر البشیر له واکه لرې کړل شوی وو.

د دې تړون پر اساس به یوه خپلواکه شورا چې پر شپږو ملکي وګړو او پنځو پوځي قومندانانو مشتمله وي، په هېواد کې تر انتخاباتو چاري سنبالوي.

ټاکل شوې چې د هېواد وزيراعظم په راتلونکې اوونۍ کې وټاکل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG