د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا اختر دې د افغان جګړې وروستی اختر وي: خلیلزاد


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد واشنګټن ته ستون شوی دی.

خلیلزاد په خپله دا خبره د اګست پر ۱۲مه د شپې مهال په ټویټر لیکلې او ویلي یې دي چې د اتم پړاو خبرې بشپړې شوې.

د امریکا او طالبانو خبرې د اګسټ له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او د اګسټ پر ۱۲مه پای ته ورسېدې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې دا خبرې ګټورې وې او دواړو مرکچي پلاویو څو ورځې په تخنیکي جزیاتو تمرکز درلود.

خلیلزاد مخکې د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د سولې د یوې تلپاتې او عزتمنې پخلاینې او د یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادونو ته ګواښ نه‌ وي نه‌ ستړی کېدونکی کار کوي.

هغه هیله ښودلې وه چې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.

طالبانو هم اتم پړاو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې کوي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تر دې خبرو وروسته مشال راډیو ته وویل ټولې هغه خبرې چې نتیجه‌ یې د جګړې ختم او اوربند وي دوی ته مهمې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG