د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورنیو چارو وزارت د بندیانو د خوشې کولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه


ارشیف، په غزني کې یو شمېر طالب جنګیالي
ارشیف، په غزني کې یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو هغه ادعا ردوي چې وايي، د افغان ځواکونو ۷۶ اسیر سرتېري یې د اختر په مناسبت خوشې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، د طالبانو د هغه بیان یادونه کړې چې د شنبې په ورځ‌یې خپور کړ او په هغه کې یې ویلي، دا سرتېري په کندز، ارزګان، خوست او سرپل ولایتونو کې خوشې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو دا بیان د تبلیغاتو په هدف خپور کړی. د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دوی د معلوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له بنده د افغان ځواکونو هېڅ یو سرتېری هم نه‌دی خوشې شوی.

د کورنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې که یې په دې برخه کې په رښتیا کومه پرېکړه کړې وي او یا غواړي اسیر شوي افغان پوځیان خوشې کړي، نو باید لېست او نومونه‌یې خلکو ته وښيي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG