د روسیې د اټومي ادارې چارواکي د نورو وسلو جوړولو هوډ کړی دی. نوموړي دا ژمنه د اګست پر ۱۲مه د اټومي چارو د پنځو وژل شویو پوهانو په جنازه ه کې وکړه.
دا پوهان د اګست پر اتمه ارخان ګیلسک سیمه کې د بحري ځواک په یو ځای کې په یوه چاودنه کې وژل شوي چې په اړه یې امریکايي پوهان ګمان کوي چې دا د نوي اټومي انجن یوه ناسمه ازموینه وه.
دا پنځه پوهان د ماسکو په ختیځ کې په ساروف ښار کې خاورو ته وسپارل شول.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اګست پر ۱۲مه د امریکا د یو استخیاراتي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، په حواله ویلي، روس د نوي اټومي کروز میزایل ازموینه کوله.
نوموړي زیاته کړه، کېدای شي چې دا چاودنه د چرنوبیل د چاودنې وروسته په دې سیمه کې په اټومي چاودنوکې تر ټولو لویه وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۱۲مه په یو ټویټ کې لیکلي، امریکا د ناکامه چاودونو څخه ډېر څه زده کوي.