د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایران سختو بندیزونو ته برتانیا هڅوو: بولټن


د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن برتانیا ته تللی چې دغه هېواد په ایران سختو بندیزونو راوستلو ته وهڅوي.

ښايي نوموړی له برتانوي چارواکو سره په خبرو کې هغوی دې ته تیار کړي چې د ایران په وړاندې خپله پالیسي د امریکا له پالیسۍ سره یو رنګ کړي هغه پالیسي چې ایران یې تر سختو بندیزونو لاندې نیولی دی.

بولټن به د اګست پر ۱۲ او ۱۳مه په برتانیا کې پاتې کیږي او د نوي وزیر اعظم بوریس جانسن له یو شمېر وزیرانو سره به خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیر کال د تهران د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه د وتلو اعلان وکړ او په ایران یې یو شمېر بندیزونه ولګول خو د برتانیا ګډون نړیوال قوتونه بیا وايي چې یاد تړون ته ژمن پاتې دي.

بلخوا په دې وروستیو کې د ایران له خوا د یوې برتانوي تیل وړونکې بیړۍ ایسارولو له وجې د تهران او لندن اړیکې سړې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG