د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف پر بیلتونپالو بریدونه کړي


د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د یمن په جنوب کې پر بیلتونپالو هوايي بریدونه کړي دي. دا بریدونه د بیلتونپالو لخوا د ساحلي ښار عدن نیولو وروسته شوي دي.

ایتلاف د اګست پر ۱۱مه د بیلتونپالو او د هغوی د اتحادیانو پر جنوبي اشتعالي شورا غږ کړی چې په عدن کې دې له هغو ځایونو لري شي چې قبضه کړي یې دي او یا دې هم نورو بریدونو ته تیار شي.

بیلتونپالو د ولسمشر عبدالرب منصور هادي ملاتړ لرونکیو سرتیرو سره د څو ورځو جګړو وروسته عدن ښار ونیو.

د هادي حکومت دا یوه کودتا بللې ده.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي، د اګست پر اتمه د جګړې پیلېدو راهېسې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۶۰ ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG