د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ګوزڼ نوې پېښې


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

په پاکستان کې د ګوزڼ د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي، د اګست پر اوومه په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ وایرس د پنځو کېسونو تصدیق شوی دی.

په دغو کې درې په بنو، یو په شمالي وزیرستان او یو په چارسده کې دی.

د ګوزڼ مخنیوي صوبایي ادارې د یو چارواکي ډاکټر ندیم جان ترمخه په صوبه کې تر ټولو زیات ۲۱ کېسونه په بنو کې رپوټ شوي دي چې یوه مهمه وجه یې د ګوزڼ څاڅکو ضد د ناسمې پروپېګنډې خپرېدل دي.

له دغو نوو کېسونو سره په سږ کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ کېسونو شمېره ۴۱ او په ټول پاکستان کې دغه شمېره ۵۳ ته رسیدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG