د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته تللې


 د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېس وېلز
د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېس وېلز

د جنوبي او مرکزي ايشيا لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز د سېشنبې پر ورځ د پاکستاني وزيراعظم د ماليې چارو له سلاکار حفیظ شېخ سره لیدلي دي.

د پاکستان خزانې وزارت د جولای پر شپږمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په اسلام اباد کې شوي دې ملاقات کې د اېف اې ټي اېف د عمل پلان په اړه خبرې کړې دي.

د ترهګرۍ د مالي سرچينو او تورو پیسو وينځلو (مني لانډرينګ) څارونکې نړیوالې ادارې، اېف اې ټي ايف پاکستان په خړ ليست کې اچولی دی.

دې ادارې ويلې، که پاکستان د وسله والو د مالي سرچينو بندولو او تور پېسو وينځلو مخنيوي لپاره ډاډمنوونکي ګامونه وانخیستل نو په تور ليست کې اچول کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG