د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغان ولسمشرۍ ټاکنې د واک لېږدولو سوله ییزه لار ده'


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېشن چارواکي وايي، راتلونکې ټاکنې د واک ليږدولو سوله ييزه لاره ده او وسله والې ډلې بايد ورته ګواښونه ونه کړي.

د دې کمېشن وياند، مرزا محمد حق پرست د اګست پر مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د ټولو رايه ورکوونکو امنيت وساتي.

طالبانو نن په يوه خبرپاڼه کې ګواښ وکړ چې د سټمبر مياشتې ولسمشرۍ ټاکنې نه مني او د ګډوډلو لپاره به یې حملې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG