د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي

د کندهار ښار

افغان چارواکي وايي، پوليسو په کندهار کې دوه نفوذي پوليس نيولي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي د اګست پر پېنځمه راډيو ته وويل چې دې کسانو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانونه د پوليسو په ليکو کې ثبت کړي ول او غوښتل يې چې په همدې ولسوالۍ کې داخلي بريد وکړي چې تر پېژندنې وروسته نیول شوي.

بارکزي وویل چې د يادو کسانو ترڅنګ د یوې اوونۍ په اوږدو کې درې نور مشکوک وسله وال هم په کندهار ښار کې نيول شوي.

چارواکي داسې مهال په کندهار کې د دوو نفوذي پوليسو د پېژندنې او نیولو خبره کوي چې د اګست پر څلورمه د دې ولایت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ نفوذي پوليسو خپل ۱۱ همکاران ووژل.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

جاپان کې توپان ۱۹ کسان وژلي

سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې وځپلې.

د جاپان چارواکو د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د سمندري توپان له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر۱۹ ته رسېدلی دی.

په جاپان کې هیلي کاپټرونه، کشتۍ او په زرګونو ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي چې د سېلابونو له وجې په کورونو کې اېسار پاتې خلک وژغوري.

سمندري توپان د اکتوبر پر ۱۲مه د جاپان ختیځې برخې او له هغې ورورسته یې د هېواد مرکزي او شمالي برخې هم وځپلې.

د جاپان د حکومت ویاند یوشي هادی سوګا د اکتوبر پر ۱۳مه، خبریالانو ته وویل چې توپان په هېواد کې په پراخه کچه زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۰۰۰ پوځيان او امدادي کارکوونکي برخه اخلي.

جیمز میتس: د شام کرد مېشتو سیمو کې د امریکايي سرتېرو شتون اړین دی

جيمز ميتس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اختلافاتو له وجې استعفا ورکړې وه.

د امريکا د دفاعي چارو پخواني وزير جيمز میتس خبرداری ورکړی چې د شام له شمال ختيځ څخه د امريکايي ځواکونو له ويستلو سره داعش وسلواله ډله بیا سر پورته کولی شي.

جيمز ميتس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اختلافاتو له وجې استعفا ورکړې وه.

نوموړي دغه څرګندونې د اکتوبر پر ۱۲مه، این بی سي نیوز سره په مرکه کې کړي او ویلي یې دي چې په یاده سیمه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د قابو کولو لپاره د امریکايي سرتېرو شتون اړین دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شام له کرد مېشتو سیمو څخه د سرتيرو په ويستلو له نیوکو سره مخ دی. ناقدين وايي، ولسمشر کردانو سره خيانت کړی.

دا په داسي حال کې ده چې په هغه سيمه کې ترکیې د کردانو ضد پوځي عمليات پيل کړي دي. انقره وايي، کرد جنګيالې ترهګر دي.

ایران د تېلو پر ټانکر حمله غندلې

عکس له ارشیفه

د ایراني چارواکو د خپل تېلو پر ټانکر هغه حمله بزدلانه بللې چې ایرانۍ رسنیو ویلي، ښايي د میزاییلو په زریعه شوی دی.

د ایران سرکاري خبري اژانس ایرنا د حکومت ویاند علي ربعیي په حواله د اکتوبر پر۱۲مه ویلي، دې بزدلانه برید ته به مناسبه ځواب ورکوي خو د دې منصوبې د ټولو اړخونو په اړه تصدیق ته انتظار کوي.

ایرانۍ رسنۍ وايي، ښايي چې د ثبیتي په نوم دا ټانکر د اکتوبر پر۱۱مه له سعودي عرب سره نېږدې په سور سمندرګي کې په نښه شوې وي.

تر اوسه د دې پېښې په خپلواکه توګه تایید نه دی شوی او دا په سور سمندرګي او خلیج فارس کې د تېلو د ټانکر تازه پېښه ده چې د ایران او سهودي عرب ترمنځ ترینګلتیا زیاتولای شي.

امریکا په مې او جون کې په خلیج کې د سعودي عرب د تېلو په دوو تنصیباتو د بریدونو تور پر ایران پورې کړی وو خو تهران یې ردوي.

فرانس وايي، ترکيه دې په شام کې عملیات ختم کړي

د فرانس ولسمشر.

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون د ترکیې لخوا په شام کې د پوځي عملیاتو د ختمولو غوښتنه تکرار کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا د داعش ډلې د ترهګری فعالیتونو بیا پيلېدو ته لاره جوړولای شي.

د ولسمشر میکرون دفتر د اکتوبر پر ۱۲مه په یو بیان کې ویلي چې نومړړي دا خبرې له خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره په ټیلي فون کړي دي.

میکرون ټینګار کړی چې دا مهال تر ټولو زیات د داعش د ترهګرو فعالتونو د بیا پیلېدو مخنیوی او د هغو کرد ځواکونو د ملاتړ اړتیا ده چې له داعش څخه د شام او عراق سیمي د بیرته اخیستو لپاره د امریکا په مشری له اتحادي ځواکونو سره مرسته کوي.

نن په شام کې د ترکي ځواکونو د عملیاتو څلورمه ورځ ده، ترکیې ویلي، د عملیاتو مقصد د شام کرد ملیشي پیپلز پروټیکشن یونټس پر شا تمبول دي.

ترکیه ګمان کوي چې دا ډله ترهګره ده ځکه چې د لسیزو راهیسي په خپلو پولو د ترهګری فعالیتونه کوي.

افغان چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو دشت ارچي ولسوالۍ بېرته نیولې

د کندوز پخوانی عکس

افغان چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د کندوز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ بېرته نیولې ده.

په سیمه کې امنیتي چارواکو نن د مشال رېډيو افغان څانګې ته وویل چې د افغانستان ګډو ځواکونو تېره شپه دغه ولسوالي ونیوله او په دې مهال په پوځي عملياتو کې وسلوالو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دغه ولسوالي له يوې مياشتې راهیسي د طالبانو په کنټرول کې وه.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

چین او هند د سختدریځۍ ضد د ګډ کار ژمنه کړې

د هند وزیر اعظم له خپل چینايي سیال سره ولیدل.

د چين ولسمشر شي جين پينګ او د هند وزیر اعظم نريندرا مودي د اکتوبر پر۱۱مه د هند په ماما لاپورام ښار ګوټي سره وکتل.

دواړو مشرانو په داسې حال کې خبری کړي چې د کشمير په لانجه کې د بیجینګ له خوا د پاکستان ملاتړ له کبله کړکېچ زيات شوى.

چين د نوي ډيلي له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت په ختمولو نیوکې کړي.

د هند بهرنیو چارو سکتر ویژې ګوخال خبریالانو ته وویل، د تنازعې باوجود دواړو مشرانو اومنله چې سختدریځي یو شریک چیلنج دی او دواړه په دغه اړه فکرمند دي.

د چین ولسمشر له وزیر اعظم نریندرا مودي سره د ملاقات دوه ورځې وړاندې په بیجینګ کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره هم لیدلي وو.

امریکا په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات غندلي

د شام په خیتځ کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د ترکي ځواکونو په شام کې د کردانو پرضد عملیات پیل کړي په شمال مشرقي شام کې د امریکايي ځواکونو په یوه پوسته د ترکیې ځواکونو له خوا د توپ ګولې ویشتل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت د اکتوبر پر۱۱مه د خبر پخلې کړی او ویلي يې دي چې کوباني ښار ته نېږدې دغې پوستې ته چاودنې ټکان ورکړی دی خو څه ځاني تاوان يې نه دی اړولې.

پینټاګون ټینګار کړی چې ترکیه باید هغه یو زر امریکايي ځواکونو ته د خطر جوړولو ډډه وکړي چې اوس هم په شام کې دي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د امریکايي ځواکونو ځایونه د زیان خوندي ساتلو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

د سیمې لپاره د امریکا یو پخواني استازي بریټ مکګورک، چا چې تېرکال په دسېمبر کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړی ادعا کړی چې دا یوه اتفاقی پېښه نه وه او د ترکیې ځواکونو په یوه څرګنده امریکايي پوسته ډزې کړي دي.

امریکا سعودي عرب ته نور ځواکونه لېږي

په سعودي کې امریکايي ځواکونه.

د امریکا دفاعي چارواکي وایي چې سعودي عرب ته نور ځواکونه او پوځي سامانونه لیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو یو لوی برید وشو چې امریکا او سعودي عرب يې تور په ایران پوری کړی دی.

د دفاع وزارت ویاند جوناتهن هوفمین په یو بیان کې ویلي، له نورو پوځي اقداماتو سره سره دا ټول ۳۰۰۰ اضافي ځواکونه جوړېږي چې تېره میاشت يې منظوري ورکړل شوې ده.

د سېپټمبر پر۱۴مه په سعودي عرب کې د تېلو پاکولو په مرکزونو د میزایل او ډرون بریدونه ترسره شو چې په نتیجه کې يې د تېلو نړیوال رسد پنځه فیصده لاندې راپریوته.

ریاض دغه بریدونه د جنګ اقدام بللی او سعودي چارواکیو يې تور په ایران پورې کړی خو دا يې منلې چې کېدای شي دغه ډرون د ایراني سیمې نه نه وي راغلی.

په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو د بریدونو ذمه واري منلې وه.

شام کې د کردانو ضد له ترکيو پوځي عملیاتو زرګونو وګړي کډې کړې

د شام په ختیځ کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د ترکیې لخوا په شام کې د کرد ځواکونو خلاف د عملیاتو تېزولو په نتیجه کې په زرګونو کسانو له خپلو کورونو کډې کړي او په لسګونه وژل شوي دي.

د امریکا په کانګریس کې خبرې روانې دي چې د شام په شمال ختیځ کې د کارروايۍ پر سر پر انقرې بندیزونه ولګول شي.په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۰مه وویل چې ((د ترکیې او کردانو ترمنځ د تړون لپاره منځګړتوب ته تیار دی.))

په شام کې د ترکیې تر کارروایۍ مخکې نوموړي امریکايي سرتېري له سیمې ایستلي ول.

هغو سرتېرو په سیمه کې د کرد ځواکونو مرسته کوله.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر لیکلي وو چې په دریو انتخاباتو کې یوه لار لري. یا خو دې په زرګونو سرتېري ولیږي او پوځي بریا ولري، پر ترکیې سخت مالي بندیزونه ولګوي او یا بیا د ترکیې او کردانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

د امریکا په کانګریس کې د ریپبلیکن ګوند یو شمېر غړي د توقع خلاف د ولسمشر ټرمپ لخوا له شامه د خپلو ځواکونو د ویستلو د اکتوبر شپږمې د اعلان مخالفت کوي.

په خېبر پښتونخوا کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي

د سوات په یوه روغتون کې د ډینګي ناروغان. ۲۰۱۳ز کال تصویر له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا صحت محکمه وايي،‌ په صوبه کې د ډينګي ۵۵ نورې پېښې ثبت شوي دي.‌

د پاکستان سرکاري راډيو د اکتوبر د صحت محکمې په حواله خبر ورکړی چې له نویو پېښو سره په صوبه کې د ډينګي ناروغانو شمېر ۴۷۰۸ ته رسيدلی دی.‌

په پاکستان کې د ډينګي ناروغانو شمېر شلو زرو ته رسيدلی دی.‌

'هنديو ځواکونو پر کنټرول کرښه یو پاکستانی عسکر وژلی'

پر سرحدي کرښې د هندي پوځ پوسته

د پاکستان پوځ تور پورې کړی چې هندي پوځ یې د کنټرول له کرښې سره نېږدې یو سرتېری وژلی دی.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر۱۰مه ماښام په یوه بیان کې ویلي چې هندي پوځ له چیریکوټ سره نېږدې ډزې وکړې چې پکې سرتېری نعمت ولي ووژل شو او د کلي دوه ښځې ژوبلې شوې.

بیان زیاتوي چې پاکستاني پوځ هم پر هندیو پوستې ځوابي ډزې وکړې او تاوان یې ورواړاوه.

هند د پاکستان پوځ دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د اګست پر پېنځمه د هند تر واک لاندې کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت له بدلېدو راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي او د کنټرول پر کرښه د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې شوې دي چې پکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اوښتي دي.

پاړه چینار کې ځايي خلکو ۲۹ مشکوک وسله وال نیولي

د کورمې په پاړه چينار کې ځايي خلکو ۲۹ مشکوک وسله وال نيولي او امنيتي ځواکونو ته یې سپارلي دي.

يوه ځايي کس د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دې کسانو په مهدي اباد کې د غوزګړي پر مرکزي لار د ګاډي ټاير بدلاوه چې ځايي خلکو ونيول.

د کورمې پولیسو ډي پي او رحيم شاه نن مشال راډيو ته ومنله چې مشکوک کسان نيول شوي خو هغه زياته کړه چې لا تر اوسه مالومه نه ده چې دا خلک څوک دي او تحقیقات ترې روان دي.

پر ټولنیزمو مطبوعاتو ځيني تصويرونه خپاره شوي چې دا کسان طالبان ښکاري خو چارواکو یې پخلی نه دی کړی.

ياده دې وي چې کورمه له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه پرته ده چې وخت ناوخت پرې وسله وال اوړي رااوړي.

افغان چارواکي تور پورې کوي چې طالبان د پاکستان له خاورې پر دوی د حملو لپاره ورځي خو پاکستاني چاواکي دا ردوي.

پاکستان کې سوداګر مظاهرې پېلوي

د ارشیف انځور

د ټول پاکستان سوداګرو اتحادیې د اکتوبر پر۱۰مه په اسلام اباد کې وويل چې له حکومت سره يې د څیزونو پلورولو پر سر د نویو ټيکسونو په اړه مذاکرات ناکام شول او اوس به د اکتوپر په ۲۸ او ۲۹مه بيا مظاهرې پېلوي.

د دې اتحادیې مشر اجمل بلوچ خبريالانو ته وويل حکومت دې د موبايلونو اخیستو او خرڅولو په وخت د شناختي کارډ ښودلو شرط ختم کړي او د قاچاچق مال دې په دکانونو کې نه بلکې پر سرحدونو کنټرول کړي.

"د شناختي کارډ شرط ردوو. په ټول پاکستان کې به د پير او پلور په وخت شناختي کارډ له چا نه غوښتل کېږي. دا زموږ د سوداګرو غوښتنه ده. موږ غواړو چې حکومت روان واوسي او نوی پاکستان جوړ شي. خو دا حکومت چې کوم رقم ټيکسونه لګوي، په دې نه شي جوړیدلی."

خو د حکومت دريځ دی چې نوي ټيکسونه د اوږدمهال لپاره د هېواد اقتصاد ښه ساتلو لپاره لګول شوي او تاجران یې بايد ومني.

افغان ولسمشر هلمند کې د القاعدې د یو مشر وژل کېدل ستایلي

افغان ولسمشر اشرف غني.

د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د پوځي عملیانو په مهال د القاعده د یو مشر وژل ستایلي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې د اکټوبر پر اتمه تایید کړه چې د جنوبي اسیا لپاره د القاعده مشر عاصم عمر د هلمند په موسې کلا ولسوالۍ وژل شوی دی.

ارګ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، اشرف غني د اکتوبر پر نهمه په ارګ کې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشهور مشر وژل کېدل ثابتوي چې ډله په هغه هېواد کې فعاله ده.

ایران روسۍ خبریاله خوشې کړه

روسۍ خبریاله یولیا یوزیک.

ایران یوه روسې خبریاله یولیا یوزیک له یوې اوونۍ تر بند وروسته خوشې کړه.

په تهران کې د روسې سفارت ویلي، خوشې شوې خبریاله د اکتوبر پر۱۰مه سهار وختي له ایرانه مسکو ته په تلونکي پرواز کې سپره شوې.

روسي رسنیو په تهران کې د خپل سفارت د یو بیان په حواله ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت او سفارت ګډو هڅو ایران راضي کړ چې یولیا خوشې کړي.

روسۍ خبریاله د اکتوبر پر دویمه په تهران کې له یو هوټله نیول شوې وه.

د نوموړې د نیونې وجوهات ناڅرګنده دي البته د خبریالې پخواني خاوند پر ټولنیزو رسنیو لیکلي ول چې نوموړې د اسرایلو له استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول شوې او هغې ته تر لسو کلونو سزا کېدلای شي.

هلمند کې د نیمې وچې لپاره د القاعده مشر وژل شوی

افغان چارواکو ويلي دي چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې مشر عاصم عمر د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوی.

عاصم عمر د سېپټېمبر پر ۲۳ مه د هلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه مرکز کې د عملياتو پرمهال وژل شوی وو.

د افغانستان ملي امنيت ويلي دي چې عمر پاکستانی وو ،البته ځينې راپورونه وايي چې هغه په هند کې زېږېدلی وو. عاصم عمر د القاعده له شپږو نورو غړو سره وژل شوی چې زياتره يې پاکستانيان دي.

په افغانستان کې امريکايي ځواکونو پر دې اړه له څه ويلو ډډه کړې. امريکا چې له طالبانو سره يې دامهال د سولې خبرې ولاړې دي، له طالبانو سره پر دې سلا شوې وه چې که طالبان د دې ضمانت ورکړي چې دوی به د القاعده او داعش په څېر وسله والې ډلې نه پالي نو دوی به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

له جرمني ۴۴ افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي

عکس له ارشیفه.

د اکتوبر پر اتمه د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ویلي، دې هېواد نور ۴۴ افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته بیرته استولي چې هم د اکتوبر پر نهمه کابل ته رسیدلي دي.

دا د ۲۰۱۶ز کال له ډسېمبر راهیسې پناه غوښتونکو ۲۸مه ډله ده چې خپل هېواد ته لېږدول شوي.

له ۲۰۱۶ز کال کال راهیسې۷۲۰ افغانان بیرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د جګړي او د اوسیدو لپاره د خطرناکه حالاتو له وجې د پنا غوښتونکو خپل هېواد ته د بیرته لېږدولو دا کار په جرمني کې یوه لانجه جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۳۶۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

امریکا پر چینایي چاوراکو سفري محدودیتونه لګولي

عکس له ارشیفه

د امريکا بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر اتمه په یو بیان کې ویلي چې د چین پر حکومت او د کمیونیسټ ګوند پر چارواکو یې سفري محدودیتونه لګولي دي.

امریکا باور لري چې دا چینايي چارواکي د اویغور، قزاق او یا د نورو مسلمان اقلیتي ټولنو د بندي کولو او ځورونو ذمه واره دي.

د چین د حکومت یا د کمیونسټ ګوند د چارواکو د کورنیو غړي هم تر دې محدودیتونو لاندې راتلای شي.

په بیان کې د هغو کسانو نومونه یا عهدې نه دې په ډاګه شوي چې تر محدودیتونو لاندې راغلي دي.

امریکا تور پورې کوي چې د چین حکومت په خودمختاره مغربي سیمه سینکیانګ کې د اویغور ټولنې د ځپلو یو مهم پېل کړی چې پکې په حراستي مرکونو کې د ګڼو کسانو بندي کول، په کلتوري او مذهبي اظهار شدید بندیزونه لګول او له بهر هېوادونو د ستانه شوو کسانو له بد چلند سره د مخامخېدو خبرې شاملې دي.

تر دې يوه ورځ مخکې په همدې تورونو د چين ٢٨ سرکاري سازمانونه د امريکا په تور ليست کې شامل کړل شوي دي.

تجارتي جنګونه نړيوال اقتصاد کمزوری کړی: جیورجيیوا

د نړیوالې مالیاتي ادارې مشره کریسټالینا جیورجییوا.

د نړیوالې مالیاتې ادارې (ای اېم اېف) نوې مشره وايي، تجارتي جنګونه د نړيوال اقتصاد د کمزوري کولو خطرې جوړوي او په نېږدې یوه لسیزه کې به اقتصادي وده تر ټولو ټیټ حد ته ورسېږي.

کريسټالينا جیورجيیوا چې د بلغاريه هېواد يوه اقتصاد پوهه ده، د اکتوبر پر اتمه يې د ای اېم اېف غوڼدې ته د انتظامي مشرې په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې په ۲۰۱۹م کال کې د نړی په نوی فيصده برخه کې د ورو اقتصادي ودې امکان دی او نړیوال اقتصاد تر ټولو ټیټ حد ته د راتلو په حال کې دی.

جیور جییوا په اقتصادي وده کې د کمي راتللو ډېره ذمه واري د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پر تجارتي شخړو واچوله.

د هغې په خبره دا لانجه ښايي د ٢٠٢٠ز کال تر پاىه د ٧٠٠ اربو ډالرو د زيانونو سبب شي چې د نړۍ مجموعي کورني پیداوار صفر اعشاريه ٨ فيصده جوړېږي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تجارتي مسايلو پروړاندې سخت دريځ خپل کړى او د بدلې په توګه د ټېکسونو په هغو ګڼو معاملو کې یې ځان ښکیل کړی چې پکې تر ټولو مهم هغه یې چین دی.

د افغان ولسمشریزه ټاکنو ابتدايي نتیجې پر وخت اعلانوو: ننګ

ارشیف

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېشن وايي، پوره هڅه کوي چې د ولسمشریزه انتخاباتو ابتدايي نتيجې پر وخت اعلان کړي.

د کمېشن د دارالانشاء رئيس حبيب الرحمن ننګ د اکتوبر پر اتمه ماښام مشال راډيو ته وويل: "تر ټاکنو وروسته درې ورځې، د ناظرانو د نه موجودګۍ له کبله يو څه وخت ضايع شوي، خو دوى بيا هم هڅه کوي، چې ابتدايي نتيجې پر وخت اعلان شي."

د مهالوېش له مخې د ټاکنو ابتدايي نتيجې به د اکتوبر پر ۱۹مه اعلانېږي.

'افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي'

د افغان ځواکونو هوايي ځواک.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولسواليو کې د سختدریځو ډلو پرضد یې په پوځي عملياتو کې زیاتوالی راوستی دی.

د دې وزارت وياند روح اله احمدزي د اکتوبر پر اتمه ماښام مشال راډيو ته وويل، د عملياتو شدت د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو له کبله لږ کم شوی وو.

احمدزي زیاته کړه، د افغانستان امنيتي ځواکونو د تخار او بدخشان په ګډون په څو ولايتونو کې پرمختګونه کړي او په عملياتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شام په ختیځ کې د پوځي عملیاتو لپاره تیار یو: ترکیه

په شام کې د ترکي ځواکونو عملیات.

د ترکيې دفاع وزارت د اکتوبر پر اوومه ويلي چې د شام په شمال ختیځ کې د ترکیې د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره ټولې تیارۍ بشپړې شوې دي.

پر ټولنيزو رسنيو دا څرګندونې یوه ورځ تر هغه وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امريکا به د فرات سیند په ختیځ کې د هغې امن ساحې د رامنځ ته کولو لپاره د ترکیې مخه ونه نیسي چې د ۲۰ لکو شامي کډوالو د استوګنې لپاره به کارول کېږي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په دوشنبه له خبريالانو سره د ويډيو کانفرنس له لارې وویل چې شاوخوا ۵۰ امریکايي سرتېرو د شام له شمال ختیځ څخه په یوه بله سیمه کې ځای پر ځای کېدل پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د امریکايي سرتېرو نورو سیمو ته لېږدونه له دغه هېواده په بشپړه توګه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په معنا نه ده.

اخوا امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل ترک سیال رجب طیب اردغان ته خبرداری ورکړی و، که د شام په هغو سیمو کې چې ترکیه پرې د بریدونو پلان لري کوم امریکايي سرتېري ته تاوان ورسېدی، نو دا به د انقرې لپاره ډېره لویه ستونزه جوړه کړي.

ترک ځواکونه د شام په شمال ختیځو سیمو کې د کردانو په مشرۍ د جنګیدونکو ځواکونو خلاف د بريدونو پلان لري.

پر مظاهره چیانو د تشدد پلټنې کوو: عراق ولسمشر

د عراق ولسمشر برهام صالح.

د عراق ولسمشر برهام صالح وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد له یوې اوونۍ د کمې مودې په مظاهرو کې له ۱۰۰و زیات کسان ووژل شول، د مظاهره چیانو خلاف د تشدد غندنه کړې ده.

له هغې وروسته چې په ۲۰۱۷زکال کې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ماتې اعلان وشو، دا تر ټولو مرګونې مظاهرې او د وزیر اعظم عادل عبدالمهدي حکومت ته لومړنی لوی چیلنج ګڼل کېږي.

هغه یو کال مخکې اقتدار ترلاسه کړی وو.

د اکتوبر پر اوومه په تیلېویزون د وینا پر مهال ولسمشر صالح د درغلیو او اداري فساد د ختمولو او خلکو ته د نوکریو او ښو خدمتونو د ورکولو لپاره د یو لړ اقداماتو اعلان هم وکړ.

دا هغه څه دي چې په عراق کې یې مظاهره چیان غوښتنه کوي.

عراقیان له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د موجود سیاسي نظام د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د عراق ولسمشر دا هم وویل چې د مرګوني تشدد په اړه به پلټنې ژر پیل شي.

د نوموړي په وینا د هېواد اساسي قانون خلکو ته د مظاهرو او د بیان د ازادۍ حق ورکوي.

پوځي چارواکي په لوګر، کندهار او ارزګان کې د ۱۳ طالب وسله والو د وژلو ادعا کوي

د افغانستان پوځي سرچینې وايي، په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو هوايي برید ۸ طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

په لوګر کې د ۲۰۳ تند قول اردو څلورمې پلې لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې طالبان د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو کې په نښه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان په لوګر کې د طالبانو مهم غړي وو.

په ورته وخت کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، څلور وسله وال په میوند ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول چې موټر یې پر خپل ښخ کړي ماین وخوت.

د اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د دغې ولسوالۍ په چشمو نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي علوي همداراز وویل چې د ملا داود په نوم یو بل وسله وال د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او پنځه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه د دولتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې "پنځه" سیمه ییز پولیس وژل شوي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي چې جګړه د ډنډ پټان ولسوالۍ په کارېز سیمه کې شوې ده.

خو یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي.
تراوسه طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG