د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په کوزه شکتوی کې له یوې اوونۍ راهیسې کرفیو ده


ډېره اسماعیل خان - د جنوبي وزیرستان د کوزې شکتوی اوسېدونکي وايي، له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی چې له کبله یې خلک له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي امان الله مسید د اګست پر پېنځمه مشال راډيو ته وویل، د امنیتي وجوهاتو له کبله ګرځبندیز لګېدلی او ده د اګست پر څلورمه و نه کړای شول چې خپل زوی بنو ته درملنې ته یوسي.

دی وايي، د کرفیو له وجې خلک د کور او خوړو شیانو اخیستو لپاره هم بازار ته نشي تللای.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی مولانا جمال الدین مسید وايي، د سیمې له انتظامي او امنیتي چارواکو سره غږېږي او هڅه کوي چې کرفیو ژر تر ژره ختمه کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، که کرفیو دوام مومي، نو له چارواکو غوښتنه کوي چې ورته دې اجازه ورکړي چې کډې وکړي او کلی پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG