پراګ ـ په ایران کې یوه پوځي الوتګه لوېدلې ده خو د مرګ ژوبلې راپورونه پکې نه دي ورکړل شوي.
د اګست پر ۴مه، ایراني رسنیو خبر خپور کړی چې یوه جنګي الوتکه د تخنیکي ستونزې له وجې په جنوبي صوبه بوشهر کې غورځېدلې ده خو دواړه پیلوټان یې خوندي دي.
د تنګیستان والي عبدالحسین رفیع پور ویلي، دا الوتکه په ساحلي سیمه کې غورځېدلې ده.