د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: پوليسو تر ۸۰۰ زيات مظاهره چيان نيولي دي


پوليس يو مظاهره کوونکی نيسي
پوليس يو مظاهره کوونکی نيسي

د راپورونو ترمخه د روس په سرښار، مسکو کې پوليسو د اګست په درېيمه له اته سوو څخه زيات مظاهره چيان نيولي دي. دا مظاهره چيان د اپوزېشن سياستوال، اليکسي ناوالني په غږ راوتي دي. دوی غوښتنه کوي چې د دوی نوماندان دې د پارليمان په ټاکنو کې کانديديدو ته پرېښودل شي.

په همدې حال کې د درغليوو څېړنې کوونکې، د روس ادارې پرون وويل چې د اليکسي ناوالني دفتر له خوا د مني لانډرينګ يا د تورو پېسو مينځلوپه اړه یې تحقیقات پېل کړي دي. ناوالني د درغليوو ضد اداره لري چې د روسي چارواکو د شتمنۍ په اړه یې پوښتنې راپورته کړې او دې لړ کې څېړنې کوي.

روسي چارواکو تور لګولی چې دغې ادارې له داسې کمپنيوو ډېرې زياتې پېسې لاس ته راوړې چې په غېرقانوني ډول کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG