د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې یو ماشوم ګوزڼ ناروغۍ وهلی


په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.
په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.

د بلوچستان په پښتون ميشته سیمه قلعه عبدالله کې يو ماشوم د ګوزڼ په ناروغي اخته شوي چې دي سره په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو شمېر ۴۱ ته رسيدلې ده.

په کوټه کې چارواکو د اګست په دریمه مشال راډيو ته وویل په قلعه عبد الله کې يو پنځه کلن ماشوم کې د ګوزڼ وایرس تصديق شوي دي.

د دوی په خبره په بلوچستان کې تر اوسه پوري د ګوزڼ څلور کيسونه ثبت شوي دي. تير جولای مياشت کې په کوټه، جعفر اباد او قلعه عبد الله کيسونه مخي ته راغلي ول.

د ګوزڼ مخنيوي قامي اداري ترمخه په سږ کال کې د ګوزڼ ناورغانو شمېره ۴۱ ته رسيدلې ده.

په دي کې تر ټولو زيات خېبر پښتونخوا کې ۳۳ د ګوزڼ کيسونه ثبت شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG